د لاسرسي لېنکونه

د ایران پخوانی لوی څارنوال سید مرتضوي د اداري فساد د یوې دوسیې په تړاو د ۱۳۵ دُرو په وهلو محکوم شو.

مرتضوي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ایران د ولسمشرۍ تر جنجالي انتخاباتو وروسته د ایران د "زرغون تحریک" د فعالانو په ځپلو کې ونډه لرله.

۴۹ کلن مرتضوي د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نېږدې ملاتړی دی.

دی کولای شي چې د محکمې حکم استېناف ته راجع کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې مرتضوي له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړی و.

مرتضوي پرون اعتراف وکړ چې هغه وخت د بیت‎المال څه ناڅه پیسې ترې ضایع شوي دي چې دی د ټولنیزو چارو د پروګرام مسؤل و.

XS
SM
MD
LG