د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان د اپوزېسیون مشر عمران خان وایي، دی اټکل کوي چې د سترې محکمې له لوري د اداري فساد د دوسیو له څېړلو سره به صدراعظم نواز شریف هم له صدارته ګوښه شي.

عمران خان پرون اسلام‎اباد ته څېرمه خپلو پلویانو ته چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسېده، وویل، هیله‎مند یم چې په دې میاشت کې به د شریف د تورې شپې انجام ووینو.

سترې محکمې د سې شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د قاضیانو یو کمېسیون به جوړ کړي څو د نواز شریف پر ضد د اداري فساد د تورونو تحقیقات وکړي.

تمه ده چې ستره محکمه د نوازشریف پر ضد د اداري فساد لومړۍ ناسته نن ترسره کړي.

نوازشریف او کورنۍ یې پر دوی د اداري فساد لګېدلي تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG