د لاسرسي لېنکونه

د روانې اوونۍ په لومړيو کې په چين کې له چاودنې وروسته د ورکو شويو ټولو ۳۳ کان کېندونکو مړي موندل شوي دي.

دا خبره د چين دولتي رسنيو کړې ده.

سېنهوا خبري اژانس نن ويلي چې په چونګ کېنګ کې له دغه شخصي کانه ټول مړي رايستل شوي دي.

دوه کان کېندونکي د اکټوبر ۳۱مې له دې چاودنې په تېښته بريالي شوي وو.

د چاودنې لامل نه‌دی معلوم خو داسې پېښې ډېری وختونه له ځمکې خارج شويو ګازونو له کبله کېږي.

د چين چارواکو د پېښې د پلټنو امر کړی دی او کوچني کانونو ته‌يې په مؤقتي توګه د بندېدو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG