د لاسرسي لېنکونه

د روسيې روغتيا وزارت یوه چارواکي ويلي چې د دغه هېواد په يکاتيرينبورګ ښار کې د «اېچ. ای. وي» اېډز د ناروغۍ ويروس د وبا تر کچې خپور شوی دی.

په يکاتيرينبورګ کې د روغتيا رياست لومړۍ مرستيالې رئیسې تاتيانا ساوي نووا نن ويلي چې د دغه ښار يو اعشاریه اته فيصده نفوس په دغه ويروس اخته دی چې د اېډز لامل کېږي.

متخصصين وايي، اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي ځکه په «اېچ. ای. وي» اخته ټول کسان روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه‌کوي.

يکاتيرينبورګ يو اعشاريه څلور میليونه نفوس لري او له مسکو، سان پيترزبورګ او نوو سيبيرسک وروسته د روسيې څلورم لوی ښار دی.

XS
SM
MD
LG