په بلخ ولایت کې د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي چې د دولت له مخالفو وسلهوالو سره د سولې په خبرو اترو کې د ښځو ونډه او رول لږ دی.
د بلخ د ښځو چارو ریاست لهخوا او د المان هېواد د پراختیايي پروژو په مرسته په مزارشریف کې د "سولې په پروسه کې د ښځو نقش" تر نامه لاندې یو کنفرانس جوړ شوی دی.
په دې کنفرانس کې په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه مدافعانو، د بشر حقونو فعالانو او په مزارشریف کې کورنیو ته د مشورې ورکونې مرکزونو غړو ګډون کړی و.
د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید وايي چې تر دې دمه ښځو ته زمینه نهده مساعده شوې، تر څو د سولې د راوستلو په برخه کې رغنده رول ولري او له مخالفینو سره د خبرو اترو په مسایلو کې سهیم ووسي.
اغلې حدید له دولت څخه غواړي ترڅو د سولې د راوستلو په برخه کې د ښځو نقش ته په کمه سترګه ونهکتل شي او دوی ته دې د مذاکراتو په پروسه کې اجرائیه رول ورکړل شي.
حدید یې په اړه وویل:
"هرې هغې ټولنې او د دولت واکمنانو چې د ښځو نقش تهیې په کمه سترګه کتلي، دوی نهدي بریالي شوي او خپل مقصد ته نهدي رسېدلي، هېڅ یوه کورنۍ د ښځو د نقش پرته نهده بریالۍ او دا چې دولت نهدی بریالی زموږ ونډه کمه ده، هیله لرم چې د سولې د راوستلو او امنیت تأمینولو په برخه کې ښځو ته لا زیات حق ورکړل شي."
بلخوا بیا په دې کنفرانس کې ګډونوالې ښځې وايي چې افغان حکومت نهدی توانېدلی تر څو په تېرو لسو کلونو کې له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې یوې نتیجې ته ورسېږي او علتیې دا دی چې د سولې په عالي شورا کې د ښځو ونډه کمه ده.
په بلخ کې د ښځو حقونو یوه فعاله سکینه نجرابي وايي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه کولای شي چې مثبت تأثیرات ولري.
اغلې نجرابي یې په اړه وايي:
"ښځه د یوې کورنۍ ستون فقرات دی او کله چې ښځې د سولې په پروسه کې سهیمې شي نو به مثبت نقش ولوبوي او کولای شي چې یو ناراضي ورور، نا راضي پلار او خاوند د امنیت ټینګښت او د سولې راوستو ته اړ باسي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم په شمال زون کې د ښځو د حقونو فعالانو په کراتو پر افغان دولت نیوکه کړې چې د سولې په پروسه کې یې د ښځو د مساوي ونډې په برخه کې بېپامي ترسره کړې ده.
خو په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ازادي راډيو ته وویل چې د سولې عالي شورا په نوي تشکیل کې چې اووه میاشتې مخکې رامنځته شوی یوه ښځه د رهبرۍ مرستیالۍ او دوه تنې نورې د اجرائیه څانګې د امرانو په توګه ګمارل شوي همدارنګه په ټولو ولایتي کمېسیونونو کې له درې تر څلورو ښځو ته ونډه ورکړل شوې ده.
اوچقون زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې د ښځو ونډه نوره هم زیاته کړه.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی