د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د انتخاباتي کمېسیونونو غوراوي کمېټې لومړی پړاو پای ته ورسېد


د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټه د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د افرادو په ټاکلو کې د خپلو چارو وروستیو پراوونو ته رسېدلی.

د دغې کمېټې غړو د چهارشنبې په ورځ د یوه خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې له ۷۲۰ وړاندیزونو څخه ۴۲ کسانو د انتخاباتي کمېسیون او ۳۰ کسانو هم د شکایتونو کمېسیون د احتمالي غړو نوملړ ته لاره موندلې ده.

د دغې کمېټې رئیس جاوید رشید وايي، تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ له دغو کسانو سره د مرکو لړۍ پیل شي او په پای کې به ۲۱ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۱۵تنه نور به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیونو د احتمالي غړو نوملړ ته وټاکل شي.

جاوید رشید
جاوید رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"تمه ده خپل دویم پړاو پيل کړو، په دی پړاو کې به له ۴۲ هغو کسانو سره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د احتمالي غړو نوملړ او ۳۰ هغو کسانو چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون احتمالي نوملړ ته یې لاره موندلې مرکې وکړو او په پای کې ۲۱ تنه به د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او ۱۵تنه به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیونو لپاره ولسمشرۍ ماڼې ته معرفي کړو."

د غوراوي کمېټې شاوخوا یوه میاشت مخکې د انتخاباتي کمېسیونو لپاره د نویو غړو د ټاکلو په هدف خپل کار پیل کړ.

د دغې کمېټې د کارې دورې تر ختمېدو وروسته به ولسمشر د دوی له‎خوا د ټاکل شویو کسانو څخه ۷ تنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ۵ تنه نور د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د کمېشنرانو په توګه وټاکي.

د انتخاباتي کمېسیونو د غوراوي کمېټه وايي، ولسمشر ژمنه کړې چې د معرفي شويو کسانو څخه به په ارګ کې د یوه بلې کمېټې له‎خوا مرکې اخېستل کېږي او ولسمشر به د یادو کسانو د طرحو له مخې د ټاکنیزو کمېسیونو لپاره غړي ټاکي.

د غوراوي کمېټې غړي یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ په یاده خبري غونډه کې وویل:

"له ولسمشر سره په خبرو کې هغه ویلي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې به هغوی هم ورته پروسه تعقیب کړي، یعنې دا چې یوه بله کمېټه به ټاکل کېږي او له یادو کسانو سره به مرکه کوي، د هغوی طرحې به اوري او یادې مرکې به ثبت شي."

ښاغلی رشید وايي، کیدای شي ولسمشر د انتخاباتي کمېسیونو لپاره د کسانو په ټاکلو کې له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم سلا مشورې وکړي.

د ځينو حکومتي سرچینو په وینا د انتخاباتي کمېسیونو د نویو غړو تر ټاکلو وروسته به د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه د انتخاباتو نوی کمېسیون اعلان کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG