د لاسرسي لېنکونه

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو ترمنځ یو سوداګریز تفاهم لیک لاسلیک شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تفاهم لیک له مخې دواړه هېوادونه به د یو بل په خاوره کې د سوداګرۍ مرکزونه پرانیزي.

نوموړی د دغه اقدام د هدف په اړه وویل:

"د دغو دواړو مرکزونو پرانیسته به د دې سبب شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نوي سوداګریز فرصتونه رامنځ ته شي، تړونونه به لاسلیک شي او که چېرې د سوداګرو ترمنځ ستونزې وي نو د دغو مرکزونو له لارې به حل شي."

ښاغلی پسرلی وایي چې اوسمهال له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ راکړه ورکړه د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په کچه ده او هڅې روانې دي چې دغه کچه یو میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

XS
SM
MD
LG