د لاسرسي لېنکونه

د ولسي جرګې مشر او غړي وايي چې د حکومت لوړ رتبه چارواکو ترمنځ اختلافونو د امنیت ترڅنګ د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم بد اغیز کړی.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي چې نن یې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې د مشرانو ترمنځ اختلافونه د خواشینۍ وړ وبلل.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره اختلافونو د امنیت ترڅنګ د دولت د بودجې پر مصرف بد اغېز کړی چې دې موضوع په عمومي توګه د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.

له دې وړاندې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ویلي وو په داسې حال کې چې د مالي کال پای ته دوه میاشتې پاتې دي وزیران په دې نه دي توانېدلي چې د پراختیايي بودجې پنځه شپیته سلنه مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG