د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د افغانستان په نظام کې دننه د لوړ پوړو چارواکو د اختلافونو د هواري او دغه شان د افغان ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو د عملیاتو د ارزونې په کنفرانس کې د افغان او بهرنیو چارواکو څرګندونې راخیستې دي.

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د هغو اختلافونو له امله په نظام کې دننه د لوړ پوړو چارواکو تر منځ موجود دي، د نظام اعتبار په شدت سره اغېزمن شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي، د اختلافونو موضوع تر هغه بریده جدي شوې چې د دوشنبې په ماښام د جنبش او جمعیت د مشرتابه پلاوي د ځینو غړو تر منځ په لیدنه کې د مؤقتې ادارې خبره هم مطرح شوې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

په ورته وخت کې تېره ورځ دا هم ویل شوي چې جهادي او د حراست شورا د لوړ پوړو دولتي چارواکو تر منځ د اختلافونو د هواري لپاره تیاری ښودلی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا اختلافونه څرګند او د افغانستان د خلکو په تاوان دي، په هر ډول چې کېږي حکومتي مشران او لوړ پوړي چارواکي باید بېرته سره یو شي.

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په حواله لیکلي، له ولسمشر غني سره هوکړې ته رسېدلي یو او ټاکل شوې اعتراضیه لایون یې هم لغوه کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي دوستم دغه څرګندونې پرون په جوزجان ولایت کې رسنیو ته کړي او ویلي یې دي چې د ده او ولسمشر غني تر منځ لانجه په بشپړه توګه هواره شوې ده.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغانستان د جهادي ګوندونو د عالي شورا مشر حضرت صبغت الله مجددي هم ویلي چې له ولسمشر او جنرال دوستم سره یې د وروستیو اختلافونو د هواري په اړه خبرې کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان امنیتي ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو د عملیاتو او هم د وسله والو مخالفینو د خوځښتونو د ارزولو خبره کړې ده.

په مطلب کې د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري په حواله لیکل شوي چې په دې اړه یو درې ورځنی کنفرانس د سې شنبې په ورځ په دفاع وزارت کې پیل شوی دی.

د هېواد سر مقاله لیکونکي بیا په خپله سر مقاله کې همدې موضوع ته په اشارې سره د افغان ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو کړنې او عملیات کامیاب ارزولي دي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په همدغه کنفرانس کې په افغانستان کې د بهرنیو او ناټو ځواکونو د قومندان جنرال جان نیکلسن څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، ترهګر او طالبان د کرښې له هاغاړې څخه راځي.

تر دې ورسته باید پاکستان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ځای ورنه کړي، نړیواله ټولنه د افغانستان په خوا کې ده، هر هېواد چې وي او وغواړي افغانستان کمزوری کړي امریکا او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG