د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

نیویارک ټایمز: د طالبانو استازي خپله چوپتیا ماته کړه


ځینو معتبرو نړیوالو ورځپاڼو د افغان حکومت له‎خوا له طالبانو سره د خبرو د پيل او د ملیشه و د تصفیې په اړه مطالب لیکلي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې "د طالبانو استازي خپله چوپتیا ماته کړه او د سولې د خبرو د بیا کتنې غوښتنه یې وکړه" تر عنوان لاندې د افغان حکومت او طالبانو د وروستیو خبرو په اړه تبصره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور په داسې حال کې د خبرو د بیا پيل لپاره هڅې پیل شوي دي، له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په اړه بحثونه هم اوس په ډاګه مطرح کېږي.

نیویارک ټایمز لیکي:

سید طیب اغا چې تردې وروستیو وختونو هم د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤل و له پنځلسو کلونو وروسته چوپتیا ماته کړه.

نوموړي څه وخت مخکې د سولې د خبرو په اړه د طالبانو مشر ته یو لیک واستوه او په دې وروستیو ورځو کې یې د سولې د هڅو په اړه له نیویارک ټایمز سره هم مرکه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې سیدطیب اغا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤل و او د طالبانو رهبرته یو باوري کس او د دې ډلې له اساس اېښوونکو څخه و.

نیویارک ټایمز ویلي، د سیدطیب اغا څلور مخیزه لیک چې اته وړاندیزونه په‎کې ځای شوي دي د طالبانو په اصلاحي برخو ټینګار شوی دی.

ورځپاڼه وايي، طالبان هغه ډله چې ځان خپلواک بولي خو تر ډېره د پاکستان په استخباراتو اتکا کوي.

په دغه لیک کې همدې ډلې ته هغه څه وړاندې شوي چې په مټ یې دا ډله لږ تر لږه په خپلواکه توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې مخته یوسي.

لانس انجلس ټایمز:

لانس انجلس ټایمز ورځپاڼې "افغانستان د خپلو رسمي او غیر رسمي ملېشو د تصفیې په هڅه کې دی" تر عنوان لاندې د هغې اتیا کسیزه ډلې په اړه یو مطلب لیکلی چې په تخار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له طالبانو سره جنګېږي.

ورځپاڼه لیکي:

نیمايي دا کسان سیمه ییز پولیس دي، هغه ملیشې چې امریکا متحده ایالات ترې ملاتړ کوي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له‎خوا اداره کېږي.

ځیني یې په سیمه ییزو زورواکانو پورې تړلې کسان دي او ځینو ته یې د مخدره موادو د قاچاق له عوایدو ترلاسه شوې پیسې ورکول کېږي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په باور د همدې ملیشه ډلې غړي د طالبانو له یوې ډلې سره تر درې ساعته جګړې وروسته چې په‎کې د طالبانو یو مشر قاري عمر او ځیني ملګري یې ووژل شول هر یو په خپله مخه ولاړل.

ورځپاڼه لیکي کیدای شي بل وار دا ملیشې چې دا ځل یې جګړه یو ځای وکړه په یو بل ډزې وکړي.

د لاس انجلس ټایمز په مطلب کې دې ته هم اشاره شوې ده چې که څه هم افغان حکومت هڅه کوي څو امنیتي سکتور اصلاح کړي ورته ملیشو، باډیګارډانو او نا منظمو وسله والو یو سرخوږی ورته جوړ کړی دی.

د ورځپاڼې په باور دا ډلې یا له طالبانو سره جګړه کوي یا په یو بل شاجورونه تشوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG