د لاسرسي لېنکونه

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل وايي چې افغان امنیتي ځواکونه سږکال د جګړې ډګر کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

هغه ارقام چې په وروستیو کې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څارنې ستر مفتش خپاره کړي، څرګندوي چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر پینځه نیم زره زیات پولیس او عسکر وژل شوي او تر نهه نیم زره زیات زخمیان لري.

د افغانستان پوځي ځواکونه د امنیتي چارو د مسؤلیت اخېستلو د دوهم کال بشپړولو ته نېږدې دي.

د ناټو ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړ او د ټول افغانستان د امنیت مسؤلیت یې د دې هېواد کورنیو ځواکونو ته ورکړ.

جنرال جوزف ووټل پرون سې شنبې فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې له‎دې ټولو ستونزو سره افغان امنیتي ځواکونو د امنیت ټینګولو لپاره خپل تعهد څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG