د لاسرسي لېنکونه

د پروان سیمه‌ییز مسؤلین وایي، نن سې شنبه د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۷ ملکیان وژل شوي دي.

د سیدخېل ولسوال احمد لمر عثمانیار ازادي راډيو ته وویل دغه کسان چې یوه واده ته روان وو موټر یې د سړک غاړې له ماین سره برابر شو چې په نتیجه کې یې د شېر جان په نوم د کلي ملک او شپږ ملګري یې وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره پولیس سیمې ته رسېدلي او پېښه څېړل کېږي.

XS
SM
MD
LG