د لاسرسي لېنکونه

دفاع وزارت وایي، د کندهار په غورک ولسوالۍ کې یې د ملي اردو پر پوستو د طالبانو د حملې د څرنګوالي او دوی ته د اوښتو تلفاتو د معلومولو په هدف یو پلاوی ټاکلی دی.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن له ازادي راډیو سره خبرو کې دا تائید کړه چې په دغې ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته وړمه شپه تلفات اوښتي خو دقیق ارقام‌یې یاد نه‌کړل.

ښاغلی وزیري وايي:

"هلته د دفاع وزارت د استخباراتو او کشف یو پلاوی هم ټاکل شوی، تر څو سیمې ته له نېږدې ورشي چې څه پېښه شوې ده."

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا ازادي راډیو ته وویل چې د غورک ولسوالۍ د چنار په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو د طالبانو په برید کې اته د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان دي.

دی وایي، په نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې په دغې حمله کې د ملي اردو ۵۵ سرتېري وژل شوي، دوه پوستې او یوه اندازه وسله‌یې هم د دوی لاس ته لوېدلي دي.

XS
SM
MD
LG