د لاسرسي لېنکونه

د کونړ والي وایي، دغه ولایت کې د تېرې ورځې په نښتو کې له پنځوسو زیاتو وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وحیدالله کلیمزي نن سې شنبه په یوې خبري ناسته کې وویل چې تېره ورځ وسله‌والو مخالفینو د کونړ په مرکز او څلورو ولسوالیو ډله‌ییز بریدونه پیل کړي و چې ډېر زور يې په دانګام او مرکز اسعداباد کې و.

کلیمزي زیاته کړه چې په دواړو ځایونو کې افغان ځواکونه په دې بریالي شوي چې د مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي او وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو د کونړ ولایت په مختلفو نقطو کې لکه د سرکاڼو، دانګام، اسمار، وټه پور او مرکز اسعداباد باندې هجومې بریدونه پیل کړل چې خوشبختانه زموږ قهرمانو ځواکونو په ډېره مېړانه ورته ځواب ورکړ او د هغوی پلان او بریدونه‌يې شنډ کړل، په دغې جګړه کې د وسله‌والو مخالفینو ۴۷ تنه وژل شوي او دولس‌يې ټپیان دي."

والي د هغو شپږو طالبانو جسدونه او دوه نیول شوي وسله‌وال هم رسنیو ته وښودل چې تېره ورځ د مرکز اسعداباد اړوند د څاګې په ساحه کې په جګړه کې وژل شوي او نیول شوي و.

یاد وسله‌وال تېره ورځ د کونړ جګړه کې نیول شوي.

یاد وسله‌وال تېره ورځ د کونړ جګړه کې نیول شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"شپږ جسدونه چې تاسو ولیدل په مرکز اسعداباد کې پاتې و، نهه جسدونه‌يې د دانګام په ولسوالۍ کې پراته دي، د مرکز اسعداباد اړوند د څاګې په سیمه کې نهه کسیز ګروپ و چې نهه تنه‌يې ووژل شول او دری يې ژوندي نیول شوي، وسلې يې هم تاسو ولیدلې، اوس هم زموږ په ولکه کې دي."

هغه وویل د دانګام په جګړه کې درې دولتي سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان شوي او د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو لخه‌وا په راتوغول شویو هاوانونو کې اتلس ولسي وګړي ټپیان شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د وسله‌والو طالبانو په ړندو بریدونو کې د کونړ اتلس بې‌وزله او بې‌چاره خلک هم ټپیان شوي دي، د دانګام په جګړه کې درې افغان سرتېري شهیدان شوي او شپږ ټپیان دي، ټول ټپیان په وخت روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو يې د روغتیايي حالت په اړه ډاډه ښودلی دی."

د څاګې جګړې په دوران کې هغه پلار او زوی هم د طالبانو له بند راتښتېدلي چې یوه نیمه میاشت وړاندې یې حکومت ته د جاسوسۍ په تور نیولي و.

کونړ کې د طالبانو له زندانه راخوشي شوي ملکي وګړي.

کونړ کې د طالبانو له زندانه راخوشي شوي ملکي وګړي.

شېر خان د خپل ځان او زوی د بندي کېدو او د راخوشې کېدو کیسه داسې بیان کړه:

"طالبان زما پر کور سهار وختي راغلل، زه او زما زوی يې حکومت ته د جاسوسۍ په تور ونیولو، غره ته‌يې بوتللو، په توره کوټه کې يې اچولي و، شپه او ورځ به‌یې وهلو او ایله دومره ډوډۍ به‌يې راکوله چې موږ پرې ژوندي پاتې شو، سترګې يې راته تړلې وې، په ځنځیرونو يې راته پښې او لاسونه تړلي و، نه‌پوهېږو چېرته یو، تېره ورځ طالبانو خپلو ملګرو ته مخابره کې وویل چې موږ په جګړه کې ګېر یو او بندیان پرېږدئ او زموږ کمک ته راشئ، هغوی موږ پسې دروازه بنده کړه او لاړل، کله چې لاړل موږ ځنځیرونه مات کړل او راوتښتېدو."

د کونړ د ولایتي شورا رئیس حاجي جمال‌الدین سیار وايي، ولس د خپلو ځواکونو ملاتړی دی او تېره ورځ‌يې چې د وسله‌والو مخالینو سره کومه جګړه کړې دوی پرې ویاړي او همدا وجه وه چې تېر ماښام په مرکز اسعداباد کې د افغان ځواکونو په موټرو ګلان وشیندل شول.

هغه زیاته کړه:

"زموږ زړورو ځواکونو تېره ورځ په ډېره مېړانه او سرښندنه له خپلو مورچلو دفاع وکړه، موږ پرې ویاړو، زه ټولو افغان ځواکونو ته ډاډ ورکوم چې ولس ستاسو تر شا ولاړ دی، همدا ملاتړ و چې تېر ماښام‌يې د افغان سرتېرو په موټرو ګلان وشیندل او هغوی يې وستایل."

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ ادعا کړې وه چې د دانګام په جګړه کې يې درې پوستې نیولي، درې پوځي موټر يې ویجاړ کړي او ګڼو دولتي سرتېرو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG