د لاسرسي لېنکونه

د روسیې په ایبا کې د سوک‎وهنې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د افغان لوبغاړو چمتووالی روان دی.

د افغانستان د سوک‎وهنې فدراسیون د همغږۍ مسؤل وحیدالله حمیدي نن ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې د افغانستان څلور لوبغاړي ګډون کوي.

ښاغلی حمیدي وايي:

"دغه سیالۍ هر کال د سوک‎وهنې نړیوالې ټولنې یا ایبا له‎خوا ترسره کېږي چې د ۱۷ او ۱۸ کلونو عمر لرونکي اتلان په‎کې ټاکل کېږي."

نوموړي زیاته کړه، دغه سیالۍ د روسیې په پیتریس بورګ ښار کې ترسره کېږي او له سلو زیات هېوادونه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

د ښاغلي حمیدي د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د نوومبر له څوارلسمې تر اووه ویشتمې پورې دوام لري.

XS
SM
MD
LG