د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال یونس مومند په مشرۍ نن یوه پلاوي د سارک په غونډه کې د ګډون په هدف چین ته سفر وکړ.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او ښاغلی مومند به هم غونډې ته وینا وکړي.

نوموړی وایي چې په دغه غونډه کې په اقتصادي فرصتونو او په زیربنايي برخو کې پر پانګونې خبرې کېږي.

د جنوبي اسیا غړو هېوادو د همکارۍ سازمان یا سارک بنسټ په ۱۹۸۵میلادي کال کې په دې هدف کېښودل شو چې په سیمه کې اقتصادي همکارۍ زیاتې شي.

افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‎دېش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا د سارک غړي هېوادونه دي.

XS
SM
MD
LG