د لاسرسي لېنکونه

کراچۍ ته نېږدې د بلوچستان پر «ګډاني» ساحل باندې په يوې ناکاره سمندري بېړۍ کې اور لګېدلى چې په نتيجه کې يې تر اوسه د اوو مزدورانو د وژل کېدو او شاوخوا پنځوسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د سې شنبې په غرمه پر ګډاني ساحل باندې د تېلو يوې لويې بېړۍ هغه مهال اور واخيست چې مزدوران‌يې د تېلو د ټانکۍ په پاکولو او ماتولو بوخت وو او ناببره په‌کې څو چاودنې وشوې.

چارواکي وايي، د اور لګېدو پر مهال شاوخوا سل تنه مزدورانو په بېړۍ کې کار کاوه چې وايي د ژغورنې لپاره‌يې کافي اسانتياوې نه‌شته او مرستندوىه کسان په ډېر ځنډ ورسېدلي دي.

د تازه تر لاسه شويو معلوماتو پر اساس د اور وژنې يوازې يوه لارۍ د پېښې ځاى ته ورسېدلې چې لا هم د اور پر وژلو نه‌ده بريالۍ شوې.

د حب سيمې پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي، د اور لګېدو له امله په بېړۍ کې اووه مزدوران مړه شوي او شاوخوا څلوېښت نور په‌کې د سوځېدو له امله ټپيان شوي دي، خو وايي شاوخوا دېرش کسان لا هم تري تم دي او د مرګ او ژوند په اړه‌يې څه نه‌شي ويلى.

په دې پېښه کې ګڼ ټپيان شوي هم دي.

په دې پېښه کې ګڼ ټپيان شوي هم دي.

د اېدهي مرستندويې ادارې سرچينې وايي چې د دوى امبولانسونه د کراچۍ روغتون ته د ټپيانو په رسولو بوخت دي، د پاکستاني رسنيو د معلوماتو پر اساس روغتون ته په وړل شويو ټپيانو کې د ځينو حالت مرګونى دى او احتمال شته چې د مړو شمېر زيات شي.

په سمندري بېړۍ کې د چاودنو او اور لګېدو کره علت څرګند نه‌دى، خو عيني شاهدان وايي چاودنې دومره زوروې وې چې ډېرې درنې اوسپنيزې تختې يې پورته کړې او پر خلکو راولوېدې.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زهري سمدستي د پېښې په اړه د پلټنو امر کړى او په سيمه کې يې چارواکو ته دنده سپارلې چې په پېښه کې د ټپي کسانو د بېړنۍ درملنې غم وخوري.

د يادونې وړ ده چې ګډاني د پاکستان يوازنى د بېړۍ ماتولو تم‌ځاى دى چې تر دې پخوا هم په‌کې دې ته ورته پېښې شوې دي.

د کارګرو اتحاديې وايي، پر دې تم‌ځاى باندې د مزدورانو لپاره د اسانتياوو د نشتوالي له امله داسې پېښې کېږي.

ګډاني د بلوچستان په حب سيمه کې سمندري ساحل دى چې د کراچۍ شمال لوېديځ ته په شاوخوا پنځوس کېلو مترۍ کې پروت دى.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG