د لاسرسي لېنکونه

عراقي ځواکونه ادعا کوي چې د موصل ختیځ کې یې د داعش د جګړې لومړۍ کرښې ماتې کړي دي.

په ورته وخت کې انقرې ژمنه کړې ده چې د موصل له تصفیې وروسته به په سوریه کې د داعش په اصلي مرکز، رقه باندې عملیات پیل کړي.

د راپورونو له مخې د عراق ځانګړي ځواکونه د موصل د ښار لورته ورمخته شوي دي او د عراق صدراعظم دولت مخالفو وسله‎والو ته خبرداری ورکړ چې له تسلمېدو پرته بله لاره نه‎لري.

د عراق د ترورېزم پرضد ځواکونو پرون د موصل په ختیځ کې له داعش سره نښتې وکړې او لار ورته پرانېستل شوه چې موصل ته ننوځي خو عراقي ځواکونه وایي چې دوی نورو قواوو ته انتظار دي څو د موصل ختیځ کې څو نور واړه کلي ونیسي او د ښار د منځ لورته یوځای پرمختګ وکړي.

په ورته وخت کې د ترکیې د صدراعظم مرستیال نعمان قورتولموش وویل، وروسته تردې چې عراق کې د موصل ښار تصفیه شي او د فرات سیند په اوږدو عملیات ترسره شي، ترکي ځواکونه به د سوریې رقې ته مخه کړي.

قورتولموش: ترکیه غواړي د داعش ضد عملیاتو ډګر د سوریې رقه ښار وي

قورتولموش: ترکیه غواړي د داعش ضد عملیاتو ډګر د سوریې رقه ښار وي

عراقي ځواکونو او کردي پیشمرګه سرتېرو پر موصل له دوو اونیو راهیسې عملیات پیل کړي دي، له دوی سره د هوا او ځمکې له لارې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه مرسته کوي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارترهم تېره اوونۍ وویل چې پکارده د رقې عملیات پیل شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک خبریالانو ته وویل، باید د اسلامي دولت پر ډلې فشار ادامه پیدا کړي.

پیترکوک د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، موږ په منظم ډول د ترکیې له چارواکو سره په خبرو بوخت یوو چې په رقه کې عملیات پیل کړي.

پیترکوک: باید د اسلامي دولت پر ډلې فشار ادامه پیدا کړي.

پیترکوک: باید د اسلامي دولت پر ډلې فشار ادامه پیدا کړي.

په عراق کې امریکایي ځواکونه په دې باور دي چې داعش له رقې ښاره د یوه مرکز په توګه استفاده کوي او له دې ځایه په نورو سیمو کې عملیات پلانوي او تنظیموي.

د عراق د دولت ملېشه ځواکونو روانه اوونۍ دا هڅې پیل کړي چې د موصل او د سوریې د رقه ښار ترمنځ لاره بنده کړي.

XS
SM
MD
LG