د ننګرهار د عدليې ریاست یو کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور نیول شوی.
په ختيځ زون کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ساحوي دفتر کارکوونکو د ننګرهار عدليې رياست يو تن کارمند د اداري فساد په قضيه کې د سل زره پاکستانيو کلدارو سره لاس په لاس نيولی.
د اداري فساد پر ضد د ساحوي دفتر مشر احمد شاه نبي مومند ازادي راډيو ته وويل چې د عدليې رياست دغه کارکوونکي له نېږدې يو نيم کال راهيسې د يو تن حقوقي قضيه په يو او بل نوم اداري فساد ته د زمينې برابرولو په موخه ځنډوله چې بلاخره د دوی کارکوونکو د دوشنبې په ورځ یاد کارمند داسې مهال ونیو چې په قضيه کې له ښکېل کس څخهيې سل زره کلدارې د رشوت په ډول اخیستلې.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ د یو هېوادوال نه چې موږ ته عارض شو رشوت غوښتل شوی و، د دوشنبې په ورځ عدلیه ریاست کې د یوه کارمند لهخوا د سل زرو کلدارو او د یو شمېر بېلونو چې ورته سپارلي و لاس په لاس ونیول شو."
نوموړی وايي، شاوخوا درې کاله وړاندې هم همدغه شخص په ورته جرم نیول شوی و چې ده پر خپل جرم اعتراف هم کړی و.
دی وايي:
"همدغه کس درې کاله وړاندې زموږ د کارکوونکو لهخوا په همدې ډول قضيه کې نیول شوی او ده خپله هم پر خپل جرم اقرار هم کړی."
خو دا چې یاد کس درې کاله وړاندې هم د ورته جرم په تور نیول شوی و او بېرته څنګه خوشې شوی؟ د ننګرهار د عدلیې له رئیس محمد ابرهیم نه مو وپوښتل، خو هغه وویل چې دوی په دې اړه د مرکې کولو اجازه نهلري.
د ننګرهار پوهنتون استاد او مدني فعال انجنير راحت ګل زيارمل د فساد پر ضد دغه کړنه ستایلې او غوښتنهيې کړې چې د فساد پر ضد اداره دې په ټولو دولتي ادارو کې د خلکو همکاري راجلب کړي او مفسدين دې د قانون منګولو ته وسپاري.
ښاغلی زیارمل زیاتوي:
"په دې سره د خلکو باور پر دولت ډېرېږي او بل په اکثرو ادارو کې داسې کسان شته چې هغوی رشوت اخلي زموږ غوښتنه له ټولو اداراتو نه دا ده چې دوی باید خپل څار زیات کړي او رشوت اخیستونکي ونیسي له دې سره به نور کسان هم اصلاح شي."
د فساد پر ضد مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې د ولسمشر لهخوا د دوی صلاحیتونه د یوې مودې لپاره ځنډول شوي و چې اوس دوی ته بېرته صلاحيتونه په واک کې ورکړل شوي او ډاډ يې ورکړ چې دوی په ټولو ادارو کې د ولسونو په همکارۍ دې ته ورته قضيه پيدا او عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري.
راپور: شاه محمود شینواری