د لاسرسي لېنکونه

د کندهار ښار څلورمې ناحيې سلګونو دوکاندارانو خپل دوکانونه تړلي او د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخ ته راټول شوي دي.

دوی وایي، درې دوکانداران‌يې په رڼا ورځ په تورو هندارو موټرو کې وړل شوي او له شاوخوا ۱۰ ورځو تېرېدو وروسته‌يې لا هم هېڅ درک نه‎دی معلوم.

د کندهار ښار د لرګو ګنج او لنډي بازار دغه سلګونه دوکانداران چې د سې شنبې په سهار د ولایت مقام مخ ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو، ازادي راډیو ته وویل چې ۱۰ ورځې مخکې په پرله‎پسې توګه په رڼا ورځ درې تنه دوکانداران په شخصي کالیو او تورو هندارو موټرونو کې پورته کړل شوي دي خو تر اوسه‌يې لا هم درک نه‎دی معلوم.

دوکاندارانو چې د اعتراض په توګه خپل دوکانونه تړلي وايي چې د تښتول شویو دوکاندارانو خپلوان د هغوی په پیدا کېدو نه‌دي توانېدلي.

کندهار کې د دوکاندارانو اعتراض

کندهار کې د دوکاندارانو اعتراض

دوی وايي:

"په شخصي کالیو کې راشي دوکاندار ته وایي، راشه یو دوه خبرې درسره کوم د هغه دوو خبرو سره سړی ورک شي، که طالب‌ یي خو دلته‌یې مړ کړه که جرم‌یې کړی وي خو ځای باید معلوم وي، اوس خاد وايي موږ ته معلومات نه‌شته قومندانۍ هم نه‎ده خبره، حوزه هم نه‎ده خبره."

بل‎خوا د ولایتي ادارې ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي د اعتراض کوونکو سره لیدلي او د هغوی د شکایت پر اساس به د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

ښاغلی خپلواک وايي:

"دغه موضوع به جدي څېړل کېږي، په دې وروستیو کې ډېر خلک شکایت کوي چې په شخصي موټرو کې چې هندارې يې تورې دي خلک پورته کېږي چې نه یې بیا د مرګ درک وي نه د ژوند."

کندهار کې ډېر وخت د خلکو د ورکېدو په اړه شکایتونه کېږي.

شخصي کالیو کې د تورو هندارو موټر لرونکي وسله‎وال خلک نامعلوم ځای ته وړي چې د میاشتو-میاشتو تېرېدو وروسته‌يې هم د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه‎کېږي.

د دغو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی او هېڅ‌څوک هم نه‎پوهېږي چې د دې پېښو تر شا د چا لاس دی.

XS
SM
MD
LG