د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

انیس: سیاسي سوتفاهمونه د یو وخت لپاره وي


کابل چاپ ورځپاڼو خپلو نننیو ګڼو کې د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو او د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو په اړه د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د ولسي جرګې په حواله لیکلي چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه به د حکومت د سقوط په بیه تمام شي.

په مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله راغلي چې په نظام کې دننه پر یو بل د لوړ پوړو حکومتي چارواکو جدي نیوکې او غبرګونونه ښيي چې د ملي یووالي حکومت له دوه کلن مزل وروسته لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی او مشران یې د خپلو اصلي دندو پرځای له یو بل سره په ناندرو بوخت دي.

انیس:

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، په دې ورځو کې په یو شمېر رسمي او غیر رسمي غونډو کې د حکومت د مشرانو تر منځ د سو تفاهمونو په اړه ویل کېږي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا د وروستیو لویو لاسته راوړنو په اړه هېڅ نه ویل کېږي.

سرمقاله لیکونکي په بېلابېلو برخو کې یو شمېر پرمختګونه یاد کړي چې په سر کې یې د نړۍ په کچه د افغانستان د زعفرانو لومړی درجه پېژندل شامل دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې سیاسي سوتفاهمونه د یو وخت لپاره وي او د تشویش او اندېښنې وړ نه دي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر غني پرون د څارنوالانو په څلورمه ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه وویل چې په عدلي او قضايي پرېکړو کې مداخله جرم دی، د ده په ګډون څوک په کې د مداخلې اجازه نه‎لري او یاد ارګانونه باید له سیاسي کشمکشونو لېرې وساتل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که د ولسمشر دغه خبرې شعار نه وي او په عمل کې پلي شي ډېرې مهمې او ارزښتمنې دي او د افغانستان ټول خلک به یې هرکلی وکړي.

د سرمقالې لیکوال دغه شان لیکلي که داسې وشي نو ګڼې ستونزې به هواري او فساد به راکم شي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، ولسمشر په دغه غونډه کې ویلي چې عدلي او قضايي ارګانونه د افغانستان د زړه درزا ده، یادې ادارې باید له فساد، نامسلکي‎توب او کمزورتیا لېرې وساتو څو نور دولتي ارګانونه هم په با صلاحیت ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

خو د مطلب لیکوال وړاندې پوښتنه مطرح کړې چې هغه هېواد چې یو نیمه لسیزه یې په فساد کې تېره کړې، تل د نړۍ د مفسدو هېوادنو په سر کې و، ایا کېدای شي چې په لنډ وخت کې دا شان لوړو هدفونو ته ورسېږي؟

XS
SM
MD
LG