نړۍ
سویډن حکومت: ورک ډیپلومات "راول والنبیري" مړ شوی
د سویډن حکومت خپل یو پخوانی ډیپلومات "راول والنبیري" چې اویا کاله مخکې ورک شوی و، مړ اعلان کړ.
والنبیري چې په ۱۹۴۴ میلادي کال کې یې د هنګري پلازمېنه بوداپست کې د سویډن په سفارت کې کار پیل کړ، لږ تر لږه ۲۰ زره یهودانو ته محافظتي پاسپورټونه ورکړي او هغوی یې له مرګه ژغورلي وو.
خو په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د پخواني شوروي ځواکونو بوداپست ته له رسېدو سره سم هغه ونیو او له هغه راهیسې ورک دی.
د والنبیري برخلیک د دوهمې نړیوالې جګړې یو پټ راز دی چې څوکیې په موندلو نهدي بریالي شوي.
د سویډن اکسپرېس ورځپاڼې پرون دوشنبه وویل چې د دې هېواد د مالیې ادارې خبر ورکړی چې والنبیري په رسمي ډول په مړو کې وګڼل شو.
د سویډن د مالیې ادارې چې د وګړو د زېږېدو او مړینې نېټه ثبتوي دا خبر تائید کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حماس ډلې د یوه اسراییلي یرغمل ویډیو خپره کړې ده
حماس د یوه اسراییلي یرغمل ویډیو خپره کړې چې په هغې کې هغه د اسراییل حکومت د خپلو اتباعو په نه خوندیتوب تورنوي.
تراوسه نه ده څرګنده چې حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني؛ د دغه یرغمل شوي ۲۴ کلن اسراییلي دغه ویډیو ترکومو شرایطولاندې ثبت کړې ده.
د اسراییل رسنیو ویلي چې دغه یرغمل د امریکا او اسراییل دوه ګونی تابعت لري.
د اسراییل حکومت وایي تراوسه نه پوهیږي چې څومره یرغمل ژوندي دي، خو د هغوی شمېر د سلو نه تر۱۳۰ پورې اټکل شوی دی.
د اسراییل او حماس ترمنځ د مخکیني لنډ مهاله اوربند په نتیجه کې ۱۰۵ تنه یرغمل د اسراییل له زندانونو د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې خوشې شول.
په غزه کې چې پرروانې جګړې یې څه باندې دوه سوه ورځې تیریږي، تراوسه یې د پای ته رسېدو هیڅ نښې نښانې نه لیدل کیږي.
ولسمشر بایډن له اوکراین سره د مرستو تصویب شوې لایحه توشیح کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پوځي مرستو د بستې هغه لایحه توشیح کړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امریکا مشرانو جرګې تصویب کړې وه.
هغه ویلي اوکراین ته به په څو ساعتونو کې د څه کم ۶۱ ملیار ډالرو په ارزښت د امریکا د دغې پوځي مرستې رسول پیل شي.
په سپینه ماڼۍ کې د دې لایحې تر لاسلیک وروسته ولسمشر بایډن وویل، د مرستو دغې بستې ثابته کړه چې امریکا او متحدان یې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې د اوکراین بشپړ ملاتړ کوي.
د هغه په وینا، د دې مرستې تصویب مهم و چې وښيي موږ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په وړاندې درېږو.
د مرستو په دغه بسته کې د اوکراین لپاره څه کم ۶۱ ملیارد ډالره ځانګړي شوي، ۲۶ ملیارد ډالره د اسرائیل او څه باندې ۸ ملیارد ډالره په هندوپسفیک یا هند- ارام سمندرګي سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره اختصاص شوي دي.
راپورونه: د ایران د رژیم یو مخالف سندرغاړی توماج صالحي په مرګ محکوم شوی
د ایران یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د رژیم یو مخالف رپ سندرغاړی توماج صالحي چې په زندان کې دی، په اصفهان کې د یوې محکمې له خوا په مرګ محکوم شوی دی.
شرق ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې صالحي په ۲۰۲۲م کال کې په اعتراضونو کې د خپل ګډون له کبله د بند شپږکلنه موده تېروي.
هغو اعتراضونو د څو میاشتو لپاره ایران ته ټکان ورکړی و.
د توماج صالحي مدافع وکیل امیر ریسیان دغې اصلاح غوښتونکې ورځپاڼې ته ویلي، پر موکل یې پر ځمکه د فساد خپرولو تازه تور لګول شوی او په مرګ محکوم شوی دی.
هغه ویلي دوی به د استیناف غوښتنه وکړي.
د ایټالیا پولیسو د تاجکستان ۸ سیاسي فعالان نیولي
د تاجکستان د اپوزیسیون یوې ډلې فعالانو نن وویل چې په ایټالیا کې پولیسو د دوی اته تنه د سې شنبې په ورځ نیولي دي.
د تاجکستان د څلرویشت ډلې په نوم د اپوزیسیون یو شمېر فعالان له اروپایي هېوادونو څخه د ایټالیا پلازمېنې روم ته تللي دي.
دوی غواړي چې ایټالیا ته د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال په یوه لاریون کې برخه واخلي او د هغه پر تګلارو انتقاد وکړي.
امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته په رسمي سفر ولاړ.
د څلرویشت ډلې موسس عمرعلي قوت اوف د دوه زره پنځلسم کال په مارچ کې د ترکیې په استانبول کې وژل شوی و.
روسي چارواکي:اوکرایني بې پيلوټه الوتکو مو په سمولینسک کې د تېلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي
د روسیې د سمولینسک سیمې چارواکي واسیلي انوخین نن په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دوی د سیمې د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو د اوکرایني ډرون الوتکو د برید له امله اور لګېدلی دی.
انوخین زیاتوي چې تلفات نه دي اوښتی او اور د بېړنیو چارو د ادارې کارکوونکو مړ کړی دی.
د برېتانیا صدراعظم نن خپل جرمني سیال سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو غږیږي
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره نن پر امنیتي او دفاعي چارو خبرې وکړي.
ریشي سوناک اتلس میاشتې مخکې د برېتانیا صدراعظم شو او له صدرات راوروسته یې دا برلین ته لومړی سفر دی.
اټکل کیږي چې دوی به تر ډيره د اوکراین پر مسالې تمرکز وکړي او په اروپا کې به د ناټو د هوایي دفاع د پیاوړتیا پر مسالې وغږیږي.
امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران نور بندیزونه ولګول.
په دې بندیزونو کې چې پرون د خزانې وزارت اعلان کړل، ۴ کسان او هغه دوه شرکتونه شامل دي چې د خزانې وزارت د بیان له مخې د ایران د پوځ په لارښوونه په ورانکارو سایبري فعالیتونو کې ښکېل وو.
پر دې سربېره د امریکا د عدلیې وزارت او د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چې په دې بندیزونو کې شامل ۴ کسانو پر امریکايي موسسو په سایبري حملو کې لاس درلود.
بایډن: اوکراین سره د پوځي مرستو تصویب شوې لایحه به سمدستي توشیح کړم
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له اوکراین او نورو هېوادونو سره د دې هېواد د مرستو هغه لایحه به سمدستي توشیح کړي چې د مشرانو جرګې پرون ناوخته تصویب کړه او اوکراین ته د پوځي مرستو بیاپیل ته لاره اواروي.
ښاغلي بایډن بېګا په یوه بیان کې وویل، د مرستو دا لایحه به چې کله د ده دفتر ته ورسېږي سمدستي توشیح کړي او بیا به د امریکا خلکو ته وینا وکړي.
بایډن زیاته کړه چې د نوموړې لایحې له توشیح وروسته به په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د استولو لړۍ پیل شي.
د ۹۵ میلیارد ډالر په ارزښت د امریکا د مرستې دا لایحه د استازو جرګې له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرې شنبې په ورځ تصویب کړه خو سنا پرون په ډېرې اسانۍ سره تایید کړه.
په دې مرسته کې څه باندې شپېته میلیارد ډالر د اوکراین لپاره ځانګړي شوي دي.
د سنا د اکثریت د مشر چک شومر په وینا، د دې مرستو پاتې برخه له غزې نیولې تر سوډانه په جګړو کې د ایسارو ملکي وګړو لپاره ځانګړې شوې.
ملګري ملتونه: د غزې په دوو لویو روغتونونو کې موندل شوي ډله ییز قبرونه دې وڅېړل شي
ملګرو ملتونو د غزې د تړانګې په دوو لویو روغتونو کې د موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه د رڼو او بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې.
په دې روغتونونو کې اسراییلو پوځي عملیات کړي وو.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، څېړونکي باید اړوندو ساحو ته د ورتګ اجازه ولري او زیاته یې کړه چې ژورنالېستانو ته هم په غزه کې په دې اړه د راپور ورکولو لپاره باید د خوندي کار اجازه ورکړل شي.
پرون له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر تورک وویل چې د غزې د الشفا روغتیايي مرکز او د خان یونس د الناصر روغتون د ورانېدو د خبر په اورېدو بوږنېدلی دی.
غزه کې پر یوه روغتون بیا برید شوی
د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداري ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۳ مه) په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې په روغتونونو له برید او پوځې کاروونې ډډه وکړي او د اوربند او سولې لپاره کار وکړي.
ګبرسیوس دا هم لیکلي چې په نصیرات روغتون وروستي برید له امله د یاد روغتون د بریښنا سولري سیسټم خرابه شوی دی. د روغتون د اوبو او تېلو زیرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲۰۰ ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي او شاوخوا 209 کارکوونکي لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه زیانمن شوي.