د لاسرسي لېنکونه

ترکیه وايي، وروسته له دې چې د عراق پوځ موصل ښار له اسلامي دولت ډلې څخه ونیوه او انقرې خپل سرحدونه د دې ډلې له وسله‌والو څخه تصفیه کړل، غواړي د داعش پر ضد د عملیاتو راتلونکی ډګر د سوریې رقه ښار وي.

د ترکیې مرستیال صدراعظم نعمان کورتولموش وايي، په رقه ښار کې د پوځي عملیاتو په اړه د انقرې دریځ روښانه دی او هغه دا چې ښه به وي چې د موصل او د ترکیې له‌خوا د فرات په نوم د عملیاتو له بشپړېدو وروسته د سوریې په رقه ښار کې پوځي او سټراتیژیک عملیات پیل شي.

تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر هم دا سپارښتنه کړې وه چې په موصل کې د امریکا د پوځ د هوايي ځواک په مرسته د عراقي ځواکونو له پوځي عملیاتو وروسته باید په رقه ښار کې عملیات پیل شي.

عراق کې د امریکا یوه جګپوړي پوځي مقام تېره اوونۍ ویلي و چې ائتلافي ځواکونه باید سمدستي په رقه ښار کې لازم تدابیر ونیسي ځکه داسې اندېښنې شته چې وسله‌وال ښايي له هغه ځایه د لوېدیځ پر ضد حملې پلان کړي.

XS
SM
MD
LG