د لاسرسي لېنکونه

د بریتانیا د استخباراتي ادارې «ام. ای. فایف» مشر اندریو پارکر خبرداری ورکړی دی چې روسیه د خپلو لوېدیځو سیالانو د ځپلو لپاره له زیاتېدونکو یرغلیزو لارو چارو کار اخلي.

اندریو پارکر وايي، روسیه د دولتي ارګانونو ټول امکانات او خپل ټول ځواک کاروي څو د دولتي تبلیغاتو، جاسوسۍ، ورانکارۍ او انټرنټي حملو په وسیله خپله بهرنۍ پالېسي په نورو هېوادونو کې د تشدد له لارې پرمخ بوځي.

د «ام، آی، فایف» مشر چې له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې خبرې کولې وویل، روسیه اوس‌مهال په ټوله اروپا او په برېتانیا کې د کار په حال کې ده، خو ده زیاته کړه چې د برېتانیا استخبارات دنده لري چې د دې کار مخه ونیسي.

د بریتانیا جنګي بېړۍ د روانې میاشتې په پیل کې د روسیې یوه الوتکې وړونکې بېړۍ ولیدله چې د ختیځې مدیترانې سمندرګي د لارې په اوږدو کې د شمالي بحیرې خوا ته د خوځېدو په حال کې وه.

د بریتانیا دفاعي چارواکو دا اقدام د برېتانیا او ناټو ځواکونو په وړاندې یو واضح پاروونکی عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG