د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

عراق صدراعظم: داعش دې یا تسلیم شي یا دې ووژل شي


د عراق صدراعظم حیدرالعبادي موصل ښار کې د اسلامي دولت په نوم د افراطي وسله‎والې ډلې یا داعش پر غړو غږ کړی چې یا تسلیم شي او یا ووژل شي.

د عراق امنیتي ځواکونه پرون دوشنبه د موصل ښار لمنو ته ورسېدل.

رپوټونه وايي، کله چې د عراق امنیتي ځواکونه د ختیځ له لوري د موصل د مسیحیانو سیمې برطله ته ورسېدل، د داعش وسله‎والو پر هغوی د «آر. پي. جي» او هاوان ګولۍ اورولې.

د داعش پر وسله‎والو پرون هوايي حملې هم شوي دي.

عراق کې د ترورېزم ضد ځانګړو ځواکونو یوه قوماندان منتظر سلیم ویلي چې په‎کې د داعش یو مهم کلی بازوایا نیول شوی دی.

دا کلی له ختیځ لوري موصل ښار ته په لار کې پروت دی.

دې عراقي پوځي ویلي چې د موصل ښار بېرته نیول د دوی ځواکونو ته د غیرت خبره ده او ښايي تر هغه مخکې چې اټکل شوی و، دا ښار د داعش له وسله‎والو ونیول شي.

د موصل ښار بېرته نیول عراقي ځواکونو ته د غیرت خبره ده.
د موصل ښار بېرته نیول عراقي ځواکونو ته د غیرت خبره ده.

د موصل په څنډو کې څو نورې سیمې لکه کوکجلي، تلعفر او حمام‌العلیل سیمې هم له داعشه نیول شوي چې له لوېدیځ، ختیځ، جنوب او شماله دې ښار ته د هغوی پرمختګ څرګندوي.

موصل کې د عراقي ځواکونو یوه ډګروال مصطفی‌العبیدي پرون پر راډیو اعلان وکړ چې په احتیاط په بازوایا سیمه کې د پرمختګ په حال‎ کې دي او د داعش وسله‎وال د ښار منځنیو سیمو ته د تېښتې هڅې کوي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي چې "ډګر کالي" یې اغوستي و، پرون د دې هېواد پر دولتي ټلوېزیون په وینا کې د داعش پر غړو غږ وکړ چې وسلې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړي.

صدراعظم العبادي موصل ښار ته نېږدې د هوايي ځواکونو اډې ته هم ورغی.

د عراق صدراعظم وویل:

"که خدای کول، د ښامار سر به پرې کړو، هغوی د تېښتې لار نه‎لري نو باید تسلیم یا ووژل شي."

د موصل ختیځو سیمو کې عراقي ځواکونو پرون د داعش د مقاومت لیکې ماتې کړي.

د عراق امنیتي ځواکونو تقریباً دوه اوونۍ مخکې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پيل کړل خو قوماندانانو مخکې له مخکې خبرداری ورکړی و چې د داعش د دې مرکز نیول به وخت ونیسي.

موصل ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش وسله‎والو ونیو او دا په عراق کې د داعش تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي.

عراقي ځواکونو دا خبر رد کړی چې دوی د ښار منځ ته رسېدلي خو وايي چې ډېر ژر به د موصل ښار زړه ته ورننوځي.

د موصل د بېرته نیولو لپاره د دې پوځي عملیاتو جنوبي جبهه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلافي ځواکونه د عراق د امنیتي قواوو هوايي ملاتړ کوي.

دا په وروستیو کلونو کې د عراق امنیتي ځواکونو تر ټولو پراخ پوځي عملیات ګڼل کېږي.

د موصل ښار د نیولو لپاره له شمال او ختیځه د عراق د کُردانو ملېشه ځواک یا پېشمرګه پوځي عملیات کوي او ویل کېږي چې زیاتې سیمې یې له داعشه نیولې دي.

د عراق پېشمرګه پوځي عملیات کوي او ویل کېږي چې زیاتې سیمې یې له داعشه نیولې دي.
د عراق پېشمرګه پوځي عملیات کوي او ویل کېږي چې زیاتې سیمې یې له داعشه نیولې دي.

د الحشدالشعبي په نوم ملېشه ځواک چې زیات غړي یې د ایران ملاتړ کوونکي شیعه‎ګان دي، د موصل ښار د نیولو لپاره په‎ دې عملیاتو کې مهمه ونډه لري.

د اوونۍ په پيل کې دې ملېشو هم جبهوي جګړې ته زور ورکړی او پرمختګونه‌یې کړي دي.

د دوی هدف د تلعفر سیمه ده څو د موصل ښار او د سوریې د سرحدي سیمو تر منځ د داعش د اکمالاتو لارې پرې کړي.

تلعفر د موصل په لوېدیځه څنډه کې د سوریې له سرحد سره نښتې پرته ده.

داسې ګڼل کېږي چې د تلعفر له نیولو سره به ملېشه قواوې د داعش پر وسله‎والو چې په موصل کې عملیات کوي، د اکمالاتو او ان سوریې ته د هغوی د تېښتې لار بنده کړي.

د دې شیعه ملېشو مشرتابه ویلي چې دوی موصل ښار ته چې ډېری خلک‌یې سُنیان دي د ننوتلو پلان نه‎لري خو یو شمېر قوماندانانو یې د دې وینا مخالفې څرګندونې کړې دي.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواک وايي چې د موصل سقوط به د داعش لپاره ستره ماته وي او که دا ښار ونیول شي، داعش به په عراق کې هېڅ اساسي مرکز ونه‎لري.

ائتلافي قواوې وايي چې عراق او سوریه کې د داعش د دوهم اصلي مرکز رُقه ښار د نیولو لپاره هم تیاري روانه ده.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې سوریه کې د رقه ښار د نیولو لپاره عملیات به ډېر ژر پيل شي.

XS
SM
MD
LG