د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسي جرګې د هېواد په روان امنیتي وضعیت یوځل بیا اندېښنه ښکاره کړه او وايي چې امنیتي مسؤلین باید په دې اړه د معلوماتو لپاره جرګې ته ور وبلل شي.

د دغې جرګې رئیس نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل د جګړې په رهبري او مدیرت کې ستونزې موجودې دي:

"په ریښتیا هم د افغانستان امنیت د اندېښنې وړ خبره ده، موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبري په مدیرت کې د یو لړ ستونزو شاهدان یو."

له دې وړاندې افغان ولسمشر، یوشمېر نور افغان چارواکو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان افغان ځواکونو د مدیریت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG