د لاسرسي لېنکونه

د افغان ډیپلوماتو ښځو ټولنه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې پرانیستل شوه.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني وویل، د افغانستان ښځو د سولې، پوهنې د پراختیا او د هېواد په ودانولو کې، د نارینه‌و په څېر خپله ونډه اداء کړې او قربانۍ یې ورکړي دي.

مېرمن غني وویل، د دې هېواد ښځې زړورې دي او که وروزل شي او زمینې ورته برابرې شي، کولای شي چې د هېواد د پرمختګ په هره برخه کې خپله توانمندي ثابته کړي.

مېرمن غني دا خبرې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ډیپلوماتو ښځو ټولنې، د پرانیستو په غونډه کې وکړې.

رولا غني:د افغانستان ښځې باشهامته او د لوړ سیاسي شعور خاوندانې دي.

رولا غني:د افغانستان ښځې باشهامته او د لوړ سیاسي شعور خاوندانې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د افغانستان ښځې باشهامته او د لوړ سیاسي شعور خاوندانې دي، دوی کولای شي چې په نړیواله کچه د افغانستان د پېژندګلوۍ لپاره غږ اوچت کړي، د دوی خدمتونه باید جدي ونیول شي او د افغانستان له ښځو هم هیله ده چې په ټولو برخو کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي."

د افغان ډیپلوماتو ښځو ټولنه د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت د یوې ډیپلوماتې خجسته تنها ابراهیم‌خېل په مشرۍ جوړه او اهداف‌يې په جوړې غونډه کې، ګڼ شمېر بهرنیو او کورنیو نارینه او ښځینه ډیپلوماتانو ته تشرېح شول.

د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د یادو مراسمو پر مهال وویل، ناامنیو هېواد د ترقۍ له کاروانه وروسته کړی او هڅې کوو چې له لاسه تللي فرصتونه بېرته ترلاسه کړو.

ده هم د هېواد په ودانولو کې د ښځو رول مهم وباله او د ډیپلوماتو ښځو له ټولنې سره‌یې د مرستو ژمنې وکړې.

عبدالله عبدالله له یادې ټولنې سره د مرستې ژمنه وکړه.

عبدالله عبدالله له یادې ټولنې سره د مرستې ژمنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید هغه فرصتونه چې له لاسه مو تللي بېرته جبران کړو، یو ځل بیا په دې برخه کې د ملي یووالي حکومت له ملاتړ څخه ډاډ درکوم، د ملي عمل پروګرام بشپړ شوی، عملي کېدل به‌یې له موږ سره په سوله او په دوامداره پراختیا کې د ښځو له نقش سره مرسته وکړي."

د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وویل، اوس‌مهال ۴ ښځې په بهر کې د افغانستان د سفیرانو په توګه کار کوي او هڅې روانې دي چې د حکومت د نورو برخو په څېر، په سیاسي برخه کې هم ښځې فعالې شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې افغان مېرمنې او نجونې د تعلیم، روغتیا او د ژوند له ډېرو ابتدايي نعمتونو څخه بې‌برخې او د نارینه‌و له‌خوا، له ډول ډول ځورونو سره مخ دي.

په دې اړه اجرائیه رئیس وویل، د افغانستان د ښځو د ژوند د ښه‌والي لپاره پلانونه ترتیب او عملي کېدل‌یې پيل شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG