د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

اجرائيه ریاست د نا امنیو او اختطاف زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ او تښتونې د اندېښنې وړ دي او امنیتي ارګانونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې تېزي کړي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په عمومي ناسته کې سره له دې چې د امنیتې ارګانونو کړنې يې وستایلې، خو ويې‌ویل چې خلک د نا امنیو له زیاتوالي اندېښمن دي او باید دوی ته د خوندیتوب ډاډ ورکړل شي.

عبدالله عبدالله د ګڼو نورو امنیتي ستونزو تر څنګ، په افغانستان او په ځانګړې توګه هرات ولایت کې تښتونې د اندېښنې وړ ګڼي او له امنیتي ارګانونو څخه‌یې د مخنیوي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښته کوي.

عبدالله: خلک د امنیت په اړه د لا خوندیتوب ډاډ غواړي.
عبدالله: خلک د امنیت په اړه د لا خوندیتوب ډاډ غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې تښتونو خلک ډېر اندېښمن کړي، په دې وروستیو کې د نا امنیو ډېرې پېښې رامنځته شوي چې خلک‌يې اندېښمن کړي، د امنیتي ځواکونو کړنې د ستاینې وړ دي، خو په ورته وخت کې د لا خوندیتوب ډاډ غواړي."

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې د هرات ولایت د امنیتي مسؤلینو په وینا په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د تښتونو پنځه پېښې رامنځته شوي چې امنیتي ځواکونه د درېیو په مخنیوي کې بریالي شوي.

په ورته وخت کې وسله‌والو مخالیفنو تېره شپه په اسلام‌قلعه پورې اړونده سیمه کې يو تن د خپل موټر سره وتښتاوه چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول چې پایله کې درې تنه تښتوونکي ووژل شول او تښتول شوی کس‌يې له منګولو وژغورل شو.

له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونو د میزان میاشت د افغان سوداګرو لپاره د امنیت له پلوه ناوړه میاشت بللې وه او ویلي و چې په تېره یوه میاشت کې د اووه ویشتو سوداګرو او پانګوالو د کورنۍ غړي تښتول شوي، وژل شوي او يا هم ګواښل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند صیام‌الدین پسرلي په وینا، سره له دې چې ډېری بهرني او کورني سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي، خو د دوی په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه نا امني ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په هېواد کې د امنیتي ستونزو په تائید سره وايي چې دوی د دغسو پېښو مخنیوي ته ژمن دي.

صدیقي: د کورنیو چارو وزارت امنیتي پېښو سره مبارزې ته ژمن دی.
صدیقي: د کورنیو چارو وزارت امنیتي پېښو سره مبارزې ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده‌مرغه چې سړي تښتونه اوس هم د خلکو لپاره يوه ننګونه او سرخوږی دی، په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې د دغې ناوړه پدیدې سره جدي مبارزه وکړي."

په ورته وخت کې يو شمېر امنیتي کارپوهان په امنیتي ادارو کې د مسلکي کدرونو نه‌شتون او د لازمې همغږۍ نه‌موجودیت د نا امنیو او تښتونو په زیاتوالي کې لوی لاملونه ګڼي.

له دې ډلې د پوځي چارو کارپوه عبدالباري عارض له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که چېرې په هېواد کې د سوداګرو د کورنیو څخه تښتونې دوام ومومي نو د دې تر څنګ چې سوداګر به خپلې پیسې له هېواده وباسي دوی به هم له هېواده تېښتې ته اړ شي.

بل‌خوا د افغانستان ولسي جرګې هم په هېواد کې د وروستیو نا امنینو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره په دې برخه کې د دغې جرګې له اړوندو کمېسیونونو څخه غوښتي څو امنیتي چارواکي د ځواب ورکولو لپاره ولسي جرګې ته وغواړي.

اجرائيه ریاست د نا امنیو او اختطاف زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG