د لاسرسي لېنکونه

په پام کې ده چې هالنډ کې د مسلمانانو ضد سیاستوال ګیرت ویلډرز د کرکې او تبعیض په تور محاکمه شي.

ویلډرز چې د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر دی وايي چې پلازمینې امسټردام ته نېږدې په شيپول Schiphol ښار کې د محاکمې دې غونډې ته به حاضر نه‎شي.

هغه دا محاکمه مسخره بللې ویلي یې دي چې د دې اقدام هدف د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ میاشتې د انتخاباتو په درشل کې د ده د اواز غلي کول دي.

پر ویلډرز وروسته له هغه دعوه وشوه چې ده د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د یو شمېر مراکشیانو پر ضد د شعار ورکوونکو مشري وکړه.

تمه ده چې محکمه به د نوموړي په اړه حکم په ډسمبر میاشت کې اعلان کړي، په داسې حال کې چې د ویلډرز ګوند PVV په ټول‎پوښتنو کې د صدراعظم مارک روت Mark Rutte په مشرۍ له لېبرال ډیموکراټ ګوند سره اوږه په اوږه روان دی.

که محکمه ویلډرز مجرم وپيژني، ښايي په ۷۴۰۰ یورو نقدي جریمه او یوه کال بند محکوم شي.

ویلډرز په پرله‎پسې ډول پر اسلام انتقادونه کړي او په هالنډ کې یې پر قران‎کریم او پر ټولو جوماتونو د بندیز غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG