د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

خوګیاڼی: ننګرهار کې انتحاري حملې ۶ ملکي وګړي وژلي


د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، جلال‌اباد ښار کې د خالص فامیلو په سیمه کې ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن دوشنبه غرمه مهال د خالص فامیلو په سیمه کې د پچیراګام ولسوالۍ د یوه قومي مشر ملک ښایسته خان په دېره کې شوې.

نوموړی وايي، مړه او زخميان ټول ملکي وګړي دي.

تر دا مهاله د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG