د لاسرسي لېنکونه

د کونړ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پر یوه جومات د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې درې ملکیان ټپيان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن سهار په مرکز اسعد اباد کې شوې ده.

ښاغلي مصمیم زیاتوي د هاوان مرمۍ د مخالفو وسله‌والو له لوري توغول شوې وه.

تر اوسه وسله‌والو مخالفانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تېره ورځ د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي و.

د یو بل خبر له مخې په کونړ ولایت کې د ماین په چاونه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن سهار په اسمار ولسوالۍ کې شوې ده.

XS
SM
MD
LG