د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د شېخ زاید پوهنتون پر کدري روغتون ۱۵ میلیونه ډالر لګول کېږي


کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت چارواکي وايي، د خوست شېخ زاید پوهنتون پر کدري روغتون ۱۵ میلیونه ډالر لګوي تر څو یاد روغتون د طبابت په اوسنۍ ټکنالوژۍ، اړینو وسایلو او تجهیزاتو سمبال شي.

یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي حکم خان حبیبي سره د کتنې پر مهال وکړې.

په‎ دې لیدنه کې خوست والي د اماراتو له سفیر غوښتنه وکړه چې د شېخ زاید پوهنتون سره د پلان شویو مرستو د ورکړې چارې دې ګړندۍ شي او تر څنګ دې په خوست کې د ولایتي ادارې سره د دیني مدرسو او جوماتونو په جوړولو کې هم ځانګړې مرسته وکړي.

د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي ته ډاډ ورکړ چې هېواد به‌يې د شېخ زاید پوهنتون سره تر (۳۰) میلیونه امریکایي ډالرو پورې مرسته وکړي څو شېخ زاید پوهنتون د افغانستان په کچه په پیاوړي علمي او اکاډمیک مرکز بدل شي.

سفیر ویلي چې دوی پلان لري له سږ کاله شروع په درېیو کالونو کې یوازې د شېخ زاید پوهنتون په کدري روغتون باندې (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره مصرف کړي څو خوست له یو داسې کدري روغتون برخمن شي چې د اوسني عصر په ټولو اړینو وسایلو، وسایطو او تجهیزاتو سمبال وي.

د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي سره ژمنه وکړه چې په نېږدې راتلونکي کې به په خپله خوست ولایت ته سفر کوي او هلته به د پوهنتون لپاره د پلان شویو پروګرامونو عملي چارې پیلوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG