د لاسرسي لېنکونه

د سوریې حکومت مخالفو وسله‎والو د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې حلب ښار کې حملو ته زور ورکړی او له توپونو، ټانکونو او موټر بم حملو کار اخلي څو د دې ښار لوېدیځ لور ته پرمختګ وکړي.

دا حملې چې هدف‌یې د حلب ښار د کلابندۍ ماتول دي او پرون د درېیمې ورځې لپاره روانې وې ظاهراً په دې مقصد پیل شوي چې دولتي ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په شا وتمبوي.

په همدې حال کې د سوریې دولتي ځواکونه وايي، پرون‌یې د هوايي حملو په مرسته د هغو سیمو د بېرته نیولو هڅه وکړه چې وسله‎والو مخالفینو وړمه ورځ ونیولې.

د سوریې د بشري حقونو څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې د تېرو درې ورځو په جګړو کې لږ تر لږه یوڅلوېښت ملکي وګړي وژل شوي دي.

له بلې‌خوا د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا ویلي چې حلب ښار ته پر نېږدې سیمو د دولتي ځواکونو له‎خوا د بې‌درېغه راکټونو د ورولو خبر سخت ټکان ورکړی دی.

د دي مېستورا دفتر پرون د نوموړي له قوله وویل چې د خلکو پر ضد د بې‌انډوله او بې‌درېغه وسلو کارول په هېڅ صورت د توجیه وړ نه‌دي او ښايي له جنګي جرایمو سره یو شان وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG