د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

بشري حقونه: له زده کړو نه د محرمو ماشومانو په اړه دي اقدام وشي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې له ښوونځیو څخه د میلیونو ماشومانو لیرې والی د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

یاد کمېسیون وايي، تعلیم د ماشومانو اساسي حق دی او ټولې اړوندې ملي او نړيوالې ادارې دې د خپل مسؤولیت له مخې په افغانستان کې له تعلیم څخه د محرومو میلیونونو ماشومانو برخلیک ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو په هېواد کې د دغه ناورین مخه ونیول شي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نړېوالو د ډېرو مرستو سره سره لا هم په افغانستان کې ماشومانو ته د زده کړو مناسب شرایط نه دي اماده شوي.

بېدار: له ګڼو مرستو سره سره بیاهم ګڼ ماشومان له زده کړو محروم دي.
بېدار: له ګڼو مرستو سره سره بیاهم ګڼ ماشومان له زده کړو محروم دي.

ښاغلي بېدار زیاته کړه:

"د تعلیم حق د کوچنیانو لپاره يو اساسي حق دی او د دې حق ضایع کول او د ستونزو سره مخ کېدل، د اساسي حق نه د ماشومانو محروم کېدل، موږ په دې باندې خواشیني یو چې وروسته له پنځلسو کالو نه چې ډېرې پیسې افغانستان ته راغلې او د نړېوالو توجه هم وه، ولې بیا هم افغان ماشومانو ته د زده کړو لومړني شرایط هم مساعد نه شول."

ښاغلی بېدار د تعلیم څخه د ماشومانو لیرې والی يو شمېر نور لاملونه ناامني، بې وزلي او لوږه ګڼي.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال ابراهیم شینواري د شنبې په ورځ «د معارف بدلون د افغانستان بدلون» په نوم ناسته کې وویل چې په افغانستان کې ۳.۵میلونه ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دي.

شینواری: ۳.۵میلونه ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دي.
شینواری: ۳.۵میلونه ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د خپل سل ورځني کاري پلان د تشریح کولو پرمهال ویلي و چې په لږه موده کې به د یوې سروې له لارې له زده کړو څخه د لیرې پاتې شویو ماشومانو، سیمې او ښوونځیو ته یې د نه تګ لاملونه معلوم او هواري ته به یې تدابیر ونیول شي.

بل خوا په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو استازی عبدالستار خواصي په دې برخه کې د پوهنې وزارت ګرم ګڼي او د جدي هڅو غوښتنه کوي.

عبدالستار خواصي
عبدالستار خواصي

نوموړي زیاته کړه:

"زه په دې برخه کې د معارف وزارت ډېر ګرم ګڼم نسبت نورو قضایاوو ته او که چېرې د دې مخه ونه نیول شي او دا بچیان بې تعلیم پاتې شي، نو په وطن کې به جنګونه همداسې دوام وکړي، همداسې به بهران وي."

خو د افغانستان د پوهنې وزارت بیا وايي چې له تعلیم څخه د ماشومانو لیرې والي لامل د دوی بې کفایتي نه، بلکې ناسم شرایط دي چې میلیونونه ماشومان یې له تعلیم څخه بې برخې کړي دي.

حقمل: له تعلیم نه د ماشومانو لیري والی ناسم شرایط دي.
حقمل: له تعلیم نه د ماشومانو لیري والی ناسم شرایط دي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل وویل:

"يو څه چې زه يې په ښکاره ټوکو کې ووایم هغه دا دي چې ياد ماشومان د پوهنې وزارت د بې کفایتۍ او نا کار کردګۍ له وجې له زده کړو نه دي محروم بلکې دوی په هغو سیمو کې محروم دي چې هلته جګړې دي، يا هلته محرومۍ دي چې هلته نېونې دي، وژنې دي او تښتونې دي چې او شرایطو په خلکو ژوند تریخ کړی دی."

ښاغلی حقمل په هېواد کې له تعلیم څخه د ماشومانو بې برخې کېدل نا امنیو او ناوړه اقتصادي شرایطو پورې تړلي ګڼي.

هغه وايي، که چېرې په هېواد کې نا امني پای ومومي او د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي نو په هېواد کې به هیڅ څوک هم له تعلیم څخه بې برخې پاتې نشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG