د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

هېواد: داعش ډلې ته خوراکي توکي له کومه رسېږي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د داعش ډلې او طالبانو د وروستیو فعالیتونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سره مقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې جګړه عملاً د ولس پر ضد غځېدلې له دوو اونیو راهیسې په پچیر اګام کې ولس د داعش ظلمونو ښکار ګرځېدلی.

دغه شان په غور کې جګړه دومره غیر انساني شوي چې د ۳۳ بې ګڼاه ملکي وګړو ډلیزه وژنه یې رامنځته کړې، خو د سرمقاله لیکونکي په باور حکومت همغسې په خپل منځي نیوکو، تورنو او د نیوکو او تورنو په ځوابونو، کواښونو، کنفرانسونو او اعلامیو لګیا دی.

يه سر مقاله کې راغلي په دغسې ماتېدونکي حالت کې د داعش او طالب ځپنې مخه او د پاکستان، ایران او نورو استخباراتو د تخریبکاریو او دښمنیو لارې نشي ډب کېدلای.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې ملت باید ځان د جنګسالارنو له شخصي ګټو او حکومت د اساسي قانون پر بنسټ خپلواک او مشروعیت له داشان ننګونو وژغوري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې، د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر د جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د هغو اسیرو ښځو له خولې چې د داعش ډلې له قیده ازادې شوي ویلي چې داعش ډلې ته پیپسې، مربا، پنیر او عسل رسېږي.

د مطلب لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې یاد خوراکي توکي نوروته ته نه رسېږي نو داعش ډلې ته له کومه رسېږي؟

هېواد په خپل یو بل مطلب کې بیا د ولسمشر د ویاند د مرستیال شاه حسین مرتضوي له خولې لیکلي چې، وسله والو طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې په خپلو ورانکارو کړنو سره افغان تاسیساتو ته ۲ ملیارده ۱۴۹ میلیونه افغانۍ تاوان رسولی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي دي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې، داعش په سوریه او عراق کې ځپل شوی او اوس غواړي په هغو هېوادونو کې چې دولتي حاکمیت کمزوری وي نفود او ځني ډلې ځانته استخدام کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اشاره افغانستان ته ده او ناټو هم ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون له امله د ناټو ماموریت د پام وړ ګرځېدلی دی.

XS
SM
MD
LG