د لاسرسي لېنکونه

له یمنه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په هوايي بریدونو کې په لسګونو تنه په یوه محبس کې وژل شوي دي.

امنیتي او طبي مسؤلانو وویل، پرون شنبه د حُدیدې د لوېدیځ بندر د زیدیې پر امنیتي مرکزونو بمبارۍ وشوې.

دا ښار د شیعه حوثیانو تر کنترول لاندې دی.

دا ډله له ۲۰۱۴ څخه د یمن له منل شوي حکومت سره په جګړه کې ښکېله ده.

ویل شوي چې د وژل شویو په منځ کې لږترلږه ۳۰ حوثي یاغیان او بندیان شامل دي.

د حوثیانو رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳ تنه وښود.

XS
SM
MD
LG