د لاسرسي لېنکونه

حسن روحاني د ترورېستي حکومتونو رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړ


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني ایران کې د دغه هېواد له ولسمشر سره.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني ایران کې د دغه هېواد له ولسمشر سره.

د ایران ولسمشر په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ترورېستي رژیمونو د پرمختګ په اړه خبرداری ورکړ.

روحاني خبرداری ورکړی که په سیمه کې د هغه په خبره له ترورېستانو سره جدي مبارزه ونه‌شي په راتلونکي کې به په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د څو ترورېستي حکومتونو د رامنځته کېدو شاهد واوسو.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي روحاني پرون په تهران کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره په لیدنه کې دا خبره مطرح کړه.

ښاغلي روحاني همداراز په سوریه کې د امنیت او سوکالۍ د راتلو لپاره د خپل هېواد له همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې ټول هېوادونه او اروپايي ټولنه باید په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې چټکې کړي.

په ځواب کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني ویلي چې اروپايي ټولنه په سیمه کې د ستونزو د هواري لپاره د یوه مهم قدرت په توګه د ایران همکاریو ته اړتیا لري.

فدریکا موګرېني

فدریکا موګرېني

اغلې موګرېني ویلي چې په سیمه کې داعش او النصره ډلې ټوله نړۍ ګواښي او باید ټول په ګډه ورسره مبارزه وکړي.

مخکې له دې چې فدریکا موګرېني عربستان ته ولاړه شي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره‌یې هم لیدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د فدریکا موګرېني او ښاغلي ظریف د لیدنې په اړه داسې وویل:

​"په دوه اړخیزو مسایلو سربېره، هغه څه چې د بحث وړ موضوع وه د سوریې کړکېچ و، د سوریې او سیمې لانجې او دا چې څنګه له ترورېزم سره مبارزه وشي او په سوریه کې د ملي واکمنۍ د بیا ټينګښت او د سولې او ثبات د راتلو لپاره څنګه په ګډه کار وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسېږي په دې ټولو موضوع‌ګانو خبرې وشوې."

ایران په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم ملاتړ کوي، خو برعکس سیمه‌ییز سیال‌یې سعودي عربستان د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې د حکومت اپوزېسیون‌یې جوړ کړي دي.

د ایران د لوړپوړو چارواکو او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې لیدنه په داسې حال کې شوې چې تېره ورځ د ایران، روسیې او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې د سوریې د حلب ښار وضعیت په اړه خبرې کړي او پر لوېدیځو هېوادونو یې سخت انتقادونه کړي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG