د لاسرسي لېنکونه

یمني چارواکي وايي د سعودي عربستان په مشرۍ د اییتلافي پوځیانو په یوه هوايي حمله کې د یوې کورنۍ یوولس غړي وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې دا حمله پرون په جګړه ځپلي ښار تعز کې شوې ده.

تعز د سعودي په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو او د حوثي یاغیانو د جګړې په لومړۍ کرښه پروت دی.

د همدې میاشت په پيل کې د یمن په پایتخت صنعا کې هم د حوثیانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر د پلار د جنازې په مراسمو بمباري وشوه چې په نتیجه کې یې ۱۴۰ تنه ووژل شول.

د دې هوايي حمله پړه هم په عربستان واچول شوه خو عربستان وویل چې په اړه یې پلټنې کوي.

سعودي عربستان خپل سیمه ییز سیال ایران تورنوي چې حوثیانو ته وسلې ورکوي.

خو ایران دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG