د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ډیپلومات: ۳ سوه کاله مخکې د افغانستان جورج واشینګټن مړ شو


ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د یو تاریخي شخصیت میرویس خان هوتک په اړه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی.​"درې سوه کاله مخکې د افغانستان جورج واشینګټن مړ شو."

د دې لیکنې لیکوال اخیلیش پیلالامري «Akhilesh Pillalamarri» وايي، شا او خوا درې سوه کاله مخکې په ۱۷۱۵ میلادي کال د نومبر په میاشت کې یو پیاوړی سړی په کندهار کې وفات شو .

لیکوال وايي، دا سړی «میرویس خان هوتک» ښايي د خپلو وروستیو سلګیو پر مهال په دې نه پوهېده چې د پېښو یو داسې لړۍ یې رامنځ ته کړې چې تر ده وروسته یې په ژوره توګه د فارس او هندوستان د امپراتوریو تاریخونه بدل کړل.

لیکوال وايي، د پښتنو د غلجي قبیلي دې مشر خپل ښار د فارس د واکمنو له فشار خلاص کړ او د دې پر ځای د معاصر افغانستان جورج واشینګټن شو.

په ډیپلومات کې د خپرې شوې دې لیکنې لیکوال زیاتوي، د اتلسمې میلادي پېړۍ په درشل کې د اوسني افغانستان ډېره برخه د مغلو او صفوي د امپراتوریو ترمنځ وېشلې وه او هر یو یې د دې هېواد په یوه برخه واک چلوه.

همدارنګه د افغانستان د شمال پر یوه برخه هغه وخت د بخارا ازبک خانان واکمن وو.

لیکوال وايي، کندهار په دې موده کې څو ځل د دې امپراتوریو ترمنځ لاس په لاس شو. خو په ۱۷۰۰ میلادي پېړۍ په پیل کې دا مهم ښار د صفویانو په واک کې و.

ډیپلومات زیاتوي، په کندهار کې صفویانو ته ستونزې هغه مهال ډیرې شوې چې دې ښار ته یې په ۱۷۰۴ کې ګرجستانی مسلمان شوی ګورګین خان د والي په توګه واستوه.

نوموړي له خپل ټول سخت چلند سره ونه توانېده چې د د میرویس خان په مشرۍ د سیمې غلجي پښتانه د ځان تابع کړي او له سني اسلام یې شیعه اسلام ته واړوي.

ډیپلومات د ګورګین خان له خوا د میرویس خان د نیولو او د فارس د امپراتورۍ مرکز اصفهان ته د هغه د استولو یادونه کوي چېرې چې میرویس خان هوتک د صفوي شاه سره ښې اړیکې پیدا کړې او ویې موندل چې صفوي امپراتوري د نړېدو په درشل کې ده.

په لیکنه کې ویل شوي، میرویس خان هوتګ له خپلې دې تجربې ګټه واخیسته، په مکه کې یې د دیني عالمانو یوه فتوه هم تر لاسه کړه او په ۱۷۰۹ میلادي کال اپریل کې یې په کندهار کې د صفویانو پر ضد پاڅون وکړ چې د ګورګین خان په مرګ او د کندهار په ازادۍ تمام شو.

لیکوال د لیکنې په پای کې وايي، که څه هم میرویس خان د خپل عمر تر پایه ځان ته د پاچا نوم ونه ومانه خو دې واړه پاڅون یې د خپلواک افغان دولت لپاره بنسټ رامنځ ته کړ او په ایران او هندوستان کې د یوې پېړۍ نا ارامۍ سبب شو.

د سټار اینډ سټرایبز:

د سټار اینډ سټرایبز خپرونې په یوې تازه لیکنه کې د افغانستان په شمال کې د ناټو د جرمني قوماندان جنرال هرموټ رینک له خولې د اوږدې جګړې خبرداری ورکړی دی.

سټار ایند سټرایبز خپرونه د نوموړي له خولې وايي، په افغانستان کې نړیوال ایتلاف باید د دې هېواد په شمال کې چېرې چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د پام وړ پرمختګونه کړي د اوږدې جګړې لپاره چمتو شي.

دې جرمني جنرال ویلي، په راتلونکې کې د طالبانو د هغه برید په څېر چې په کندز یې وکړ او د کمې مودې لپاره یې ددې ښار ځینې برخې ونیولې د نورو بریدونو احتمال نه شي ردولی.

پر دې سربېره خپرونه د دې جرمني جنرال له خولې وايي چې افغان سرتېري لا هم د هېواد پر سترې برخې واکمن دی، خو دوی مشورې او ملاتړ ته لا هم اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG