د لاسرسي لېنکونه

د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیدریکا موګیریني د ایران له لوړ پوړو چارواکو سره د سوریې د حالاتو په اړه خبرو لپاره تهران ته تللې ده.

نوموړي تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي نن د ایران یوه ټلویزیون ته په مرکې کې وویل:

​"د دوو اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ، سیمه ییزو موضوعات او په ځانګړي ډول د سوریې حالات ددوی د خبرو په اجندا کې و، د سوریې د حالاتو پرمختګونه، پر سیمه او نړۍ د سوریې دجګړو عواقب او دغه راز له تروریزم سره د جګړې څرنګوالی، سوریې ته د سولي او ثبات راوستل او هم هغه هېواد ته د بشري مرستو پر رسولو بحث وشو .​"

موګیریني په پام کې لري له ولسمشر حسن روحاني سره هم د سوریې پر حالاتو خبرې وکړي.

د موګیریني دغه سفر د سوریې د کړکېچ د له منځه وړلو د یوې هڅي په هدف شوی او غواړي تر دې وروسته سعودي عربستان ته هم ولاړه شي.

دغه دواړه هېوادونه د سوریې په جګړو کې دوه سیمه ییز سیالان دي چې د یو بل په مقابل کې ولاړ دي.

تر دې سفر یوه ورځ دمخه د روسیې ، سوریې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې د سوریې پر بحران او هم یې د محاصره شوي ښار حلب پر حالاتو خبري وکړې . روسیه پر حلب ښار په بمباریو کې ښکیله ده.

مسکو او تهران دواړه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG