د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي تمه لري، د ولسي جرګې لومړى مرستيال ظاهر قدير داعش ډلې ته په څرخي الوتکو کې د غذايي موادو د لېږد په اړه خپل اسناد او شواهد ورسره شريک کړي.

ښاغلي قدير د شنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته وويل چې په ننګرهار کې د شپې له خوا په څرخي الوتکو کې د داعش ډلې جنګياليو ته خواړه انتقالېږي.

خو دفاع وزارت وايي، په دې اړه شواهد ورسره نه شته چې د ښاغلي قدير دغه ادعا ثابته کړي.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې د دفاع وزارت له مرستيال وياند محمد رادمنش څخه پوښتنه کړې چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال دغه ادعا تاييدوي؟

XS
SM
MD
LG