د لاسرسي لېنکونه

د قطر دولت هغه ژمنه چې وايي، په کابل کې خپل سفارت پرانیزي د افغانانو له خوشبني او هرکلي سره مخ شوه.

د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې په افغانستان کې د قطر سفارت پرانیستل به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد سماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې عالي شورا د دې اقدام هرکلی کوي.

قاسمیار: د سولې عالي شورا ددې اقدام هرکلی کوي.

قاسمیار: د سولې عالي شورا ددې اقدام هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د رسالتمندانو په توګه د سولې په برخه کې له دې اقدام هرکلی کوو، په دې ډول کار سره به په اړیکو کې ښه والی راشي، زموږ هیله دا هم ده چې دا د سولې په ګټه تمامه شي."

قطر هغه عربي هېواده دی چې افغانستان هلته سفارت درلود، خو تراوسه قطر په افغانستان کې سفارت نه و پرانیستی.

د افغان حکومت مخالفه ډله وسله وال طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او دا مهال د دغې ډلې یو شمېر غړي په هلته مېشت دي.

قطر یوازنی هېواد دی چې وسله والو طالبانو ته یې اجازه ورکړې چې په هغه هېواد کې خپل سیاسي دفتر ولري او دا مهال طالبان په دغه دفتر کې خپل سیاسي فعالیتونه مخ ته وړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د قطر د سفارت به د کابل او دوحې د اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هیله ده چې د دغه سفارت له لارې به د کابل او دوحې دواړه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې شي.

مستغني: تمه ده ددې دفتر له لارې اړیکې نورې هم پیاوړي شي.

مستغني: تمه ده ددې دفتر له لارې اړیکې نورې هم پیاوړي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کابل کې د قطر سفارت پرانیستل کولای شي چې د قطر او افغان دولت په دوه اړ خیزو دوستانه اړیکو او همکاریو پر پراختیا ښه او مثبت تاثیر واچوي."

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان وايي، په کابل کې د قطر سفارت پرانیستل به د افغانستان د سولې له پروسې سره د دوحې همکاري زیاته کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې احمد سعیدي وايي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر شته او دوی په هغه هېواد کې ازاد تګ راتګ کوي او د ګونټانامو زندانازاد شوی طالب زندانیان هم په هغه هېواد کې اوسېږي.

د ښاغلي سعیدي په خبره قطري چارواکي کولای شي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

سعیدي: قطر کولای شي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

سعیدي: قطر کولای شي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

نوموړي یاته کړه:

"یوشمېر طالب زندانیان چې له ګونټانامو څخه ازاد شوي، په قطر کې ژوند کوي او د طالبانو دفتر هم په قطر کې دی، هیله ده چې په کابل کې د قطر د دفتر پرانیستل به لږ ترلږه د سولې په برخه کې ګامونه اوچت کړي."

کابل کې د قطر د سفارت د پرانیستلو موضوع د افغان ولسمشر له خوا دوحې ته د سفر پر مهال له قطري چارواکو سره مطرح کړې وه.

په دې سفر کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له محمد اشرف غني سره ژمنه کړې وه چې ډېر ژربه په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي.

راپور: د رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG