د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

درانی: له خصوصي شرکتونو سره د ۲۳ پروژو تړونونه لاسلیک شول


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د هېواد په څوارلس ولایتونو کې د څه باندې ۵۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او سړک جوړولو پروژې پیلوي.

د کلیو او پراختیا وزیر په همدې هدف د ۵۲۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۳ پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

نصیراحمد دراني د شنبې په ورځ په دې اړه خبري غونډې ته وویل چې دا پروژې د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې دي چې د هېواد په ۱۴ولایتونو کې پلي کېږي.

د ښاغلي دراني په وینا یادې پروژې چې د اوبو رسولو، سړکونو جوړولو، ساتني او څارنې په برخو کې دي د یو کال په موده کې به په لوړ کیفیت عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:

​"په همدې دوه کالونو کې به د چا نه وي په یاد چې چا دې زموږ په پروژو کې فساد یا غلا کړي وي، موږ ته د ې راپور رارسېدلای وي او په وړاندې یې اقدام نه وي شوی، بیا خلک د ګیلې حق لري، نو ځکه یو ځل بیا ټینګار کوم هغه څه چې په قرارداد کې دي له هغې یو فیصد هم نه شاته کېږم، هم باید په خپل وخت تطبیق شي او هم باید کار په هغې کیفیت وي چې پر اساس یې قرارداد شوی دی."

تر دې وړاندې د یادو کارونو د کیفیت په اړه اندېښنې موجودې وې.
تر دې وړاندې د یادو کارونو د کیفیت په اړه اندېښنې موجودې وې.

دا په داسې حال کې ده چې ډېر وخت خلک د دې پروژو له کیفیت او د کار له څرنګوالي څخه شکایتونه کوي او وايي چې په تېرو کلونو کې ډېر سړکونه د ټيټ کیفیت له امله په لږ وخت کې بېرته خراب شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره میاشت د ولسي تړون پروګرام پرانیست چې حکومت ورته یو میلیارد ډالر پراختیایي بودجه ځانګړې کړې ده.

افغان چارواکي هیله مند دي چې د دا ډول پروژو له پلي کېدو سره به خلک په خپلو کلیو او سیمو کې د ډېرو پرمختګونو شاهدان وي.

د کلیو او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دې وزارت سږ کال ۷۳ سلنه خپله پراختیايي بودجه لګولې او تر اوسه یې څه باندې ۱۱ زره پروژې بشپړې کړي دي.

د خصوصي سکتور یو شمېر مسؤلین چې د کلیو او پراختیا وزارت دا نوي پروژې عملي کوي وايي مخ پر زیاتېدونکې ناامني او راتلونکي ژمي د پروژو تطبیق ته اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې د مشرق ساختماني شرکت مسؤل عبدالصمد نیازي ازادي راډیو ته وویل:

​"د دې پروژو په تطبیق کې یوه سلسله ستونزې شته یو دا چې دا قراردادونه په ژمي کې وشوه او دا وخت هلته سم کار نه کېږي بل دا چې په دې برخه کې ډېرې د امنیت ستونزې دي، ځکه موږ چې له دې ځایه مواد یا پرسونل لېږو نو په لارو کې د ستونزو له امله څوک زړه نه ښه کوي."

د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې دا پروژې د هېواد په مرکزي، جنوب ختیځو او ځينې شمالي ولایتونو کې تطبیقېږي خو اراده لري چې د هېواد تر هرې ولسوالۍ او کلي پراختیايي کارونه ورسوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG