د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د قطر سفارت پرانیستنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مثبت ګام بولي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې د قطر سفارت به ډېر ژر پرانېستل شي.

د نوموړي په خبره په کابل کې د قطر د سفارت د پرانېستلو موضوع قطر ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره مطرح شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG