د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې غړیو په غور کې د بې ګناه خلکو وژنه په کلکه وغندله او دایې غیر انساني عمل وباله.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر چې نن یې د جرګې مشري هم کوله له حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې ژر تر ژره ددغې قضیې عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.

د تیرې سې شنبې په ورځ د غور مرکز پورې مربوط په کاسي کلي کې وسله والو کسانو چې ځانونه یې داعش پوري اړوند بللي وو شاوخوا دېرش ملکي وګړي په ډزو ووژل، پنځه تنه یې ټپیان کړل او شپږ نور یې نا معلوم ځی ته بوتلل.

XS
SM
MD
LG