د لاسرسي لېنکونه

د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې په يوه ځان وژونکې حمله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ازادي راډيو ته وويل چي نن شنبې لس نیمې بجې د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند د تېري اډې په سيمه کې يوه تن ځان وژونکي بريد ګر خپل د چاودېودنکو توکو ډک موټر د پوليسو د ګزمې له موټر سره جنګولى چې په نتيجه کې يو تن ملي پوليس وژل شوی او درې تنه نور زخميان دي.

ويل کېږي چي د حملې هدف د نهمې امنیتي حوزې امر فريد احمد وو چې د پېښې روغ وتلی.

تر اوسه د پېښې مسؤليت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG