د لاسرسي لېنکونه

په تاجکستان کې د اوبو د برېښنا په یوې سترې دستګا کې د فني ستونزې له کبله نږدې په ټول هېواد کې د برېښنا پرچاوي رامنځ ته شوې.

راپورونه وايي چې په مرکز دوشنبه او د تاجکستان په نورو ښارونو کې خلکو د جمعې په ورځ برېښنا نه لرله.

هغه کمپنۍ چې د «نوریک» په نوم د اوبو د برېښنا د بند چارې سمبالوي وايي، په دې تاسیساتو کې چې د تاجکستان له څلورو برخو څخه درې برخې برېښنا برابروي فني ستونزه رامنځ ته شوې ده.

له دوشنبې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې ددې ښار کوڅې په بشپړه تیاره کې ډوبې وې او ان ترافیکي څراغونه هم روښانه نه وو.

تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد یو بې وزله جمهوریت دی چې تر ډېره له اوبو څخه په تولید شوې برېښنا تکیه دی.

XS
SM
MD
LG