د لاسرسي لېنکونه

امریکايي چارواکو د کرملین د پخواني مطبوعاتي مشر میخایل لیزین مړینه یوه حادثه بللې او ویلي یې دي، د یو کلنې څېړنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د زیاتو شرابو څښل د نوموړې د مرګ سبب شوي دي.

ځايي پولیسو او فیدرالي څارنوالانو د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، میخایل لیزین د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په څلورمه نېټه د څو ورځو پرلپسې زیاتو شرابو څښلو وروسته د واشینګټن په یو هوټل کې د غورځېدو په ترڅ کې د ور اوښتي شدیدې صدمې له کبله مړ شوی دی.

د نوموړي د مرګ دلیل له تېر یو کال راهیسې نه و څرګند او په دې اړه چې د کریملین دې پخواني چاراکي په واشینګټن کې څه کول بېلا بېلې اوازې خپرې شوې.

XS
SM
MD
LG