د لاسرسي لېنکونه

د غور ولایت چارواکي وايي چې د پسابند په ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د پسابند ولسوال فرید افغانیار ازادي راډیو ته وویل چاودنه د جمعې په مازیګر هغه مهال چې دې ماشومانو لوبې کولې وشوه.

د یو بل خبر له مخې د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر وايي، د جمعې په ورځ د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې په لار کې پر اېښودل شوي ماین د ولسي خلکو د سپرلۍ موټر ختلي چې چاودنې یې یوه مېرمن وژلې او د دوو ماشومانو په شمول یې پنځه نور ملکیان ټپیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG