د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

لاوروف: روسیه حلب کې د تررویستانو ختمېدل غواړي


د روسیې، سوریې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې د سوریې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران او سوریې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د خپلې لیدنې په اړه وویل چې دا د همفکرو کسانو له‎خوا د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د یوې قوي حل‎لارې د لټولو هڅه وه.

هغه وویل چې روسیه حلب کې د تررویستانو ختمېدل غواړي او په دې کار کې له هېڅ راز هڅې لاس نه‎ اخلي.

ښاغلي لاوروف چې د جمعې په ورځ له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف او سوريايي سیال ولید المعلم سره د غونډې کوربه و، دا ناسته یې د ملګرو ملتونو د پرېکړو د عملي کولو لپاره د نظریاتو د تبادلې مؤثره لار وبلله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

لاوروف زیاته کړه:

­"تر ټولو مخکې موږ د تروریستانو په وړاندې له سازش پرته د قوي مبارزې د دوام په اړتیا ټینګار وکړ. په عین وخت کې هغه مسائل چې د بشري وضعیت له ښه والي سره تړلي دي باید حل شي. اوربند باید بیا ټینګ شي. البته د ملګرو ملتونو د پرېکړو په اساس باید له هېڅ شرط پرته ژر تر ژره په سوریه کې دننه د ښکېلو خواوو له خوا خبرې پیل شي."

ښاغلي لاوروف لوېدیځ هېوادونه تورن کړل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو له مفهومه غلطه استفاده کوي او تروریستان هڅوي چې خپلو کړنو ته دوام ورکړي.

هغه همدا راز وویل چې د سوریې او روسیې هوايي ځواکونو په تېرو لسو ورځو کې په حلب کومه بمباري نه‎ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشته ډله وايي چې د حکومت تر کنټرول لاندې حلب یوه سیمه کې د حملو په نتیجه کې ۱۵ کسان وژل شوي او څه باندې سل نور ټپیان دي.

اخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم چې له خپل روسي او ایراني سیال سره تر خبرو وروسته مسکو کې خبریالانو ته وینا کوله د متحده ایالتونو په ائتلاف انتقاد وکړ چې د ده په خبره د داعش د ختمولو لپاره نه بلکې د سوریې د اقتصادي سرچینو د وچولو لپاره لاس په کار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم
د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم

د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم زیاته کړه:

"هغوی نه غواړي چې داعش یا د اسلامي دولت ډلې وسله‎وال له‎منځه یوسي. هغوی غواړي چې داعش له موصله زمونږ ښار رقعه ته کډه کړي. زه ډېر خوښ یم چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سرګي لاوروف وویل چې موږ به په ګډه د هغه څه مخنیوی وکړو چې ائتلاف یې ترسره کوي."

دا درې واړه هېوادونه په داسې حال کې په لویدیځو هېوادونو په خاصه توګه امریکا تُند انتقاد کوي چې د متحده ایالتونو دفاع وزیر اشټون کارټر دوه ورځې وړاندې په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډې ته وویل چې د سوریې په رقعه کې د داعش د له‎منځه وړلو په خاطر عملیات کوي.

که څه هم متحده ایالتونو د روسیې،ایران او سوریې د ګډ دریځ او انتقاد په اړه څه نه دي ویلي خو پخوا تر دې یې په وار - وار روسیه تورنه کړې چې په سوریه کې بې ځایه بمباري کوي او عامو خلکو ته زیان اړوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG